ټولنه

له مستحقو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
په هغو سلو کورنيو چې په غزني ولايت کې په ځانمرګو بريدونو او په جګړوکې زيانمن شوې وې؛ نن د خوراکي توکو او د کوربشپړ وسايل وويشل شول .
  دغه مرسته دهغې خصوصي مرستندوى موسسې له خوا چې په غزني ولايت کې  فعاليت لري؛ په دغو کورنيو وويشل شوه .
  دغزني ولايت دشهيدانو،معلولينو،کار او ټولنيز چارو داداري رييس باخترآژانس ته وويل: په دغو مرستوکې اوړه ، غوړي ، وريجې ، بوره ، لوبيا ، دال نخود، شړي  ، فرشونه ، دپخلنځي  مکمل سيټ ، دکوروسايل او صابون شته .
  دخبرځاى  دڅرګندونو له مخې:  په هرې زيانمنې  شوې کورنۍ سل کيلوګرامه اوړه، پنځوس کيلو وريجې، ديرش کيلومالګه ، اووه کيلو بوره،  اووه کيلو لوبيا ، اووه کيلو دال نخود ، دوه کيلو چاى ، پنځلس ليتره غوړي ، دوه ترموزونه ، دچايو دڅښاک او ډوډۍ خوړولو  لوښې او دجامومينځلو لس کلچي صابون وويشل شول.
ديادونې وړ ده دسروې له مخې په غزني ولايت کې او دځانمرګو بريدونو او راکټي بريدونو او جګړوکې شپږ سوه کورنۍ زيانمنې شوې دي چې تراوسه پورې په غزني ولايت کې سلو کورنيو ددغې موسسې له مرستو څخه ګټه اخستې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته