ټولنه

دځوانانو دچارو معينيت د ښځواو نجونو هر راز ځورونه غندي

کابلباختر دعقرب ٥
دځوانانو دچارو معينيت نن  په واټونو کې دښځو او نجونو د ځورونې دمخنيوي
په مقصدلاريون  ترسره کړ .
دباخترآژانس دخبر له مخې  دغه پروګرام چې  دښځو لپاره د ملګروملتو دسازمان د دفتر ، دښځودچارو د وزارت ، کابل ښاروالۍ  او ديو شميرمدني ټولنو په همکارۍ  ترسره شو په لسګونو تنو ښځو اونارينه و د زرنګار پارک له ساحې څخه دملګرو ملتوددفتر په لور لاريون وکړ .
  دځوانانو دچارو دمعينيت دپاليسى او  پروګرامونو رئيس سيدمصطفي سعيدي داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په استازيتوب وويل :  په واټونو کې دښځو اونجونو هرراز ځورونه غندو او بايد دولتي اومدني مرکزونه  په واټونو کې دښځو اونجونو دځورونې   دمخنيوي لپاره مشخصي اوتطبيقي لارې چارې  چمتو کړي .
دځوانانو د چارو د معينيت سرپرست  زياته کړه :  هغه وخت موږکولاى  شو سوکاله کورنۍ  اوټولنه  ولرو چې په ټولنه کې ښځو او نجونوته بشپړ ټولنيز مصونيت موجود وي چې په خوندي فضا کې وکولاى شي زده کړه وکړي او دنارينه و  ترڅنګ  په ټولنيز ، فرهنګي او اقتصادي وده کې هلې ځلې وکړي .
ديو بل خبر له مخې  :  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوا نا نو دچارو معينيت نن داړوندو کارکوونکو د کاري ظرفيتونو په مقصديو ورکشاپ جوړ کړ .
دباخترآژانس دخبر له مخې :  دغه ورکشاپ چې د وريښمو دلارې  دموسسې  په همکارۍ  د  دوو  ورځو لپاره جوړشوى دى   ددغه معينيت پنځه ويشت تنه کارکوونکي درهبري ، دنظر دټاکنې  ،دهدف دټاکنې  ،دشخړو دحل په باب ارزښتناکې  زده کړې  کوي  .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوا نانو دچارو دمعينيت سرپرست سيد مصطفي سعيدي د باخترآژانس خبريال ته وويل  :  دمسلکي ظرفيتونو لوړوالي اودکارکوونکو  دپوهي دکچې لوړول دهغوي له حقوقو څخه دي او اداره مکلفه ده چې تل دخپلو اړوندو کارکوونکو لپاره د ادارې  د اغيزمنو خدمتونو د وړاندې کولو پروګرامونه دهغوي دکاري ظرفيتونو دلوړولو په مقصد پيل کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته