امنیت

په تيره يوه اوونۍ کې له امنيتي ځواکونوسره په نښتو کې طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت .

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
څلور شپيته تنه وسله وال طالبان دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې په سرپل ولايت کې له افغان امنيتي ځواکونوسره په نښتو کې وژل شوي دي .
دسرپل والي محمد طاهر وحدت دباختراژانس خبريال ته وويل چې تيره اوونۍ دسرپل ولايت په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او دوسله والو طالبانو ترمنځ نښتو کې دڅلور شپيتو تنو وسله والو طالبانو په وژل کيدوسربيره پنځه اتيا تنه نور طالبان ټپيان شوي دي .
وحدت زياته کړه چې ددغو نښتو په بهير کې له څو موټرونو اوموټرسايکلونو سره يوځاى دطآلبانو يوه زياته اندازه جنګي وسايل دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلې دي .
وحدت وويل چې افغان امنيتي  ځواکونه  دوسله والو طالبانو په وړاندې په مقاومت سره هيڅکله هغوى ته اجازه نه ورکوي چې ددغه ولايت دخلکو امنيت ګډوډ کړي او شپه او ورځ دخپلو سنګرونو په دفاع بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته