امنیت

يوماين کشف اوشنډ کړاى شو

کابل باختردمرغومي د مياشتې  ١٠:
دجوزجان ولايت  پوليسو ددغه ولايت دمرديانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديو ماين دکشفولو خبر ورکړ.
د جوزجان  ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر باخترآژانس ته وويل :  وسله والو مخالفينو وړمه ورځ  ددغه ولايت  دمرديانو ولسوالۍ  دجنګل اريغ په کلي کې  دهاوان له دريو ماينونو سره  يو ماين  په ماهرانه ډول په يو سړک کې   ښخ کړى و چې ددغې ولسوالۍ  دامنيې قوماندانۍ دپوليسو له  خوا کشف اوشنډکړاى شو.
ده زياته کړه  درې  ورځې مخکې هم  وسله والو طالبانو دمرديانو ولسوالۍ  دجنګل اريغ په  کلي کې دامنيتي ځوا کونوپه تګلوري کې درې ماينونه ځاى پرځاى کړي و چې دپوليسو له خوا کشف اوشنډکړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته