کابل باختر دچنګاښ څليرويشتمه :
دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دچاودنې مخه ونيول شوه .
دهرات ولايت دملي امنيت درياست دپرسونل داوپراتيفي کار له امله يو ماين چې دطالبانو له خوا دشينډنډ ولسوالۍ دعمومي سړک په تګلوري کې تر يوه يلګوټي لاندې ځاى پرځاى شوى و تثبيت او دملي اردو د انجنيرۍ له ټيم سره په همغږۍ کې شنډ او وچول شو .
دهرات ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى باختراژانس ته خبر ورکړ چې ددغه ناکام بمي بريد دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ