نړۍ

په سوريه کې د څه ناڅه دوه سوه تنو وژل کيدل

دمشق – نيوزنو – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦
د القاعده له خوا د سوريې په ادلب ولايت کې د دوو اډو د نيولو په بهيرکې په تيرو ٢٤ ساعتونوکې له دواړو لورو څخه څه ناڅه ٢٠٠ تنه ووژل شوي دي.
په بريتانيا کې د سوريې د بشر د حقوقو د څارونکو د څرګندونو له مخې: په دې جګړه کې په القاعده پورې اړونده د النصر جبهې جګړه مارانو ١٠٠ تنه عسکر يرغمل کړي دي .
په بريتانيا کې د سوريې د بشر د حقوقو څارونکي وايي: په وژل شويو کسانو کې ١٠٠ تنه حکومتي ځواکونه او ٨٠ تنه د القاعده غړي شته چې د جګړو، بمباريو او د ماينونو د چاودنو په بهيرکې وژل شوي دي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: ١٢٠ تنه عسکر يرغمل شول او ١٠٠تنه نور په حما ولايت کې د موريک ښار په لور وتښتيدل .
په خبرونو کې ويل شوي دي: په تيرو څلورو کلونوکې په سوريه کې څه ناڅه ٢٠٠ زره تنه وژل شوي دي او د دغه هيواد نيمايي وګړي تيښتې ته اړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته