کابل باختر دزمري دويمه
هغه سړي چې ويل کيږي په افغان پوڅي جامو سمبالو و دناتو درې تنه سرتيري يې په ډزو سره ووژل .
دغه پيښه پرون دهيواد په لويديځ کې شوې ده .
ناتو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې يرغلګر په داسي حال کې چې په افغان پوځي جامو سمبال و پر بهرنيو او افغان ځواکونو اوسيمه ئيزو مسوولينو ډزي وکړي چې له امله يي دناتو درې تنه پوځيان ووژل شول .
ويل شوي دي چې يرغلګر دناتو دپوځيانو په متقابلو ډزوکې وژل شوي دي .
ناتو وايې چې په دې باب يي څيړنې پيل کړي دي .
ددغو پوځيانو په وژل کيدو سره په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې دناتو د پوځيانو دسردزيان شمير دري سوه يوولسو تنو ته ورسيد .