کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٥نيټه :
په لوګر ولايت کې د لومړني وړکتون ودانۍ نن ګټې اخيستنې نه وسپارل شوه.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي باختر آژانس ته وويل چې دغه وړکتون د ولايتي غير مشروطې بودجې څخه د څه دپاسه شپږ نيمو ميليونو افغانيو په لګښت په پل علم ښارکې د ١٥٠٠ مترمربع ځمکې په ساحه کې په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول په يو کال کې جوړ شوى دى.
ده وويل چې په ودانۍ پنځه درسي خونې، شپږ تشنابونه، پخلنځاى او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
د دغې ودانۍ د پرانیستلو په غونډه کې د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي، دولايتي شورا او د کاراو ټولنيزو چارو رئيسانو او د دغه ولايت مشرانو ګډون کړى و.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل