نړۍ

د اوکراين صدر اعظم استعفا کوي

کيف باختر دوري درې ويشتمه :
د اوکراين صدر اعظم آرسني ياتسنيوک د دولتي فساد په اړوند د عامه افکارو له څو مياشتې فشار وروسته د رښتينو بدلونونو په عملي کولوکې په ناکامۍ، د دغه هېواد په سياستوالو د تور لګولو په ترڅ کې اعلام کړى دى چې په راتلوونکې اوونۍ کې به استعفا وکړي .
ياتسنيوک  د ٢٠١٤ ميلادي کال د فبروري په مياشت کې دپخواني جمهور رييس ويکتوريانوکويچ د ګوښه کيدو له وخت څخه د صدرات مقام ته رسيدلى دى .
  د اوکراين اوسني جمهور رييس پترو پوروشنکو د فبروري په مياشت کې دې ته په اشارې سره چې له صدر اعظم سره د عامه افکارو ملاتړ نشته د ده د استعفا غوښتنه کړې ده .
په همدې حال کې د ايران دولتي آژانس وويل چې دغه صدر اعظم پرون د يوې ټلويزيوني وينا په ترڅ کې خپله استفعا اعلام کړه.
په وروستيو ورځوکې څو پيژندل شوې اصلاح غوښتوونکې څيرې له حکومت څخه وتلې دي. ځکه دوى وايي چې د فساد د ستونزې په څيړنه کې ناکامې پاتې شوې دي .
د ياتسنيوک په حکومت د فساد تور لګول شوى دى او د پيسو نړيوال صندوق  (آى ام اف) ګواښ کړى دى: که چيرې اوکراين په اصلاحاتو لاس پورې نه کړي؛ خپلې مرستې به بندې کړي .
د پوروشنکو ګوند د پارلمان رييس، ولاديمير ګروپسمان د ياتسنيوک له تللو وروسته د صدارت مقام ته نوماندکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته