اقتصاد

په اقتصادي او صنعتي برخوکې د آلمان پر همکارۍ د هرات د والي ټينګار

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي په کابل کې د آلمان له سفير سره په کتنه کې د دغه ولايت په اقتصادي، صنعتي او سوداګريزو برخوکې د آلمان د زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
پيتر پروګل هرات ته په خپل لومړني سفرکې د دغه ولايت صنعتي او اقتصادي پرمختګونه د يادونې وړوبلل او په دغو برخوکې يې د همکاريو د دوام په خاطر د خپل هېواد لېوالتيا اعلام کړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د هرات والي په تېرو کابو دوو لسيزوکې د هرات د اقتصادي پرمختګونو او د پانګونې د ظرفيتونو او فرصتونو په بيانولو سره په دغه ولايت کې د سترو طرحو د اجرا کولو په خاطر د امنيتي شرايطو د برابروالي يادونه وکړه او د هرات د خلکو لېوالتيا او همکارۍ يې له هيلو ډکه وبلله.
ختم- عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته