سیاست

جمهوررئیس غني د اذربايجان له پانګه والو او سوداګروسره وکتل

کابل باختر د کب د مياشتې ٢٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني اذربایجان ته د خپل رسمي سفر په جریان کې پرون مازیګر په پلازمینه باکو کې د اذربایجان د اقتصاد له وزیرشاهین مصطفى وف او د یاد هیواد له سوداګرو او پانګه والوتاجرانو سره وکتل.
د جمهور ر‌ېيس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
د اذربایجان د اقتصاد وزیرجمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان او اذربایجان ښو او ورځ تر بلې پراخېدونکو مناسباتو ته په اشارې وویل، د دواړو هیوادونو سوداګریزې اړیکې هم باید د سیاسي او فرهنګی اړیکو هومره پراخه شي.
نوموړي د افغانستان او اذربایجان تر منځ د اورګاډي کرښې، کلتوري، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې لاسلیک شوي تفاهم لیکونه ګټور وبلل او زیاته یې کړه، چې په اذربایجان کې به د افغاني تولیداتو نندارتون جوړ کړي.
ښاغلي مصطفی وف وویل، له افغان پلاوي سره یې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه ګټور بحثونه لرل او په نږدې راتلونکي کې به کاري پلاوی افغانستان ته واستوي. هغه زیاته کړه، هیواد یې د افغانستان  په انکشاف او بېلابېلو پرمختګونو خوښ دی.
ورپسې د اذربایجان سوداګرو او پانګه والو د خپلو کمپنیو، تولیداتو، ظرفیتونو او مهارتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، دوی د کرنې، ټرانسپورټ، کانونو، تعمیراتي توکو، انرژۍ او نورو بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې کار او پانګونې ته لېواله دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د غونډې ګډونوالو ته د انرژۍ، کانونو، کرنې، ټرانزیټ، سیمټو او نورو برخو کې شته فرصتونه او ظرفیتونه تشریح کړل او هغوی یې په افغانستان کې کار او پانګونې ته وهڅول.
جمهوررئیس غني د اذربایجان د اقتصاد له وزیر څخه په مننې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ته د یاد نندارتون د تعقیبولو لارښوونه وکړه. هغه وویل، اذربایجان د افغانستان د وچو او تازه مېوو، کرنیزو محصولاتو او زعفرانو لپاره ښه مارکېټ کېدلی شي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، په ساختماني سکتور کې پانګونه زموږ لومړیتوب دی چې په دې برخه کې مستقله او یا هم ګډه پانګونه کېدلی شي. هغه زیاته کړه، موږ د ترانزیتي دهلېزونو، لویو لارو او اورګاډي کرښې د جوړولو له لارې د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو برابرولو ترڅنګ د کار او پانګونې زمینې ایجاد کړې دي.
د هیواد جمهوررئیس همدارنګه په افغانستان کې د کرنیز سکتور، اوبو او انرژۍ، کانونو، د ځمکو د مدیریت، کور جوړولو سکتور او نورو برخو کې  د پانګونې  فرصتونو ته هم د هغوی پام ورواړاوه.
جمهوررئیس د همکاریو او سوداګرۍ وده  د هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د سیمې او هېوادونو د امنیت او ثبات د تامین لپاره ګټوره وبلله.
هغه زیاته کړه، موږ به د منظم میکانیزم او پلان پر بنسټ  کورنيو او بهرنيو سوداګرو او پانګه والو ته د افغانستان له فرصتونو او ظرفیتونو څخه د ګټې اخستنې زمینه برابره کړو.
پاىفضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته