امنیت

له يوې مياشتې څخه په لنډه موده کې په افغانستان کې د څه دپاسه ٥٠٠ تنو ملکي وګړو مرګ ژوبله

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣نيټه :
په افغانستان کې دعدالت غوښتنې او د ملکي وګړو د ساتنې د ډلې د نوي رپوټ له مخې، په تېره کابو يوه مياشت کې  په دغه هېواد کې څه دپاسه ٥٠٠ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
د خپاره شوي رپوټ پربنسټ د ٢٠١٨ ميلادي کال د مې په مياشت کې   ١٨٣ تنه ملکي  وګړي په افغانستان کې وژل شوي او  ٣٣٧ تنه نور ټپيان شوي دي.
د سر د زيان دغه شمېر  د افغانستان په  ٢٣ ولايتونو  کې  اوښتى دى  چې  ددغو ملکي وګړو زياتي قربانۍ د ننګرهار، قندهار او خوست په ولايتونو کې دي .
په رپوټ کې ويل شوي دي چې د ٢٠١٨ ميلادي کال د مې په مياشت کې د ځانمرګو بريدونو ، واټونوکې دماينونو د چاودنو، هدفمندو وژنو، د هاوان د ماينونو دلګيدو، د افغان  ځواکونو د شپنيو عملياتو او د مخامخو نښتو په ګډون  څه دپاسه ٦٠ پيښې په  افغانستان کې چې دښځو ، نارينه و او ماشومانو په ګډون  دملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوې ؛ ثبتې شوې دي .
د دغې ډلې د رپوټ له مخې: د مې په مياشت کې دملګي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر د اپريل د مياشتې په نسبت کمښت موندلى دى خو دټپيانو شمېر  زيات شوى دى. د اپريل په مياشت کې  ١٨٨  تنه ملکي وګړي وژل شوي او  ٣٠٦ تنه نور ټپيان شوي دي .
د عدالت غوښتنې او د ملکي وګړو د ساتنې ډلې ويلي چې د مې په مياشت کې په بېلابېلو ولايتونو اوښارونوکې  زيات شمېر  ډار اچوونکي بريدونه ترسره شوي دي .
دغه ډله چې شل غير حکومتي بنسټونه پکې شامل دي؛ له نورو ښکيلو ډلو څخه غواړي چې ملکي وګړو ته زيان نه رسوي اوخپلو جګړه مارانو ته اجازه ورنکړي چې په ملکي سيمو کې بريدونه او عمليات ونه کړي.
د افغانستان حکومت او وسله والو مخالفانو تر اوسه پورې  د خپاره شوي رپوټ په باب غبرګون نه دى ښودلى .
دا په داسې حال کې ده چې د يوناما د رپوټ له مخې ؛  د ٢٠١٨ ميلادي کال  په لومړيو دريو مياشتوکې په افغانستان کې ٧٣٦ تنه  وژل شوي او ١٤٩٥ تنه نور ټپيان شوي دي .
پاى  ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته