ورزش

دآمو ټيم داميدټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختردچنګاښ دمياشتي١٨:

دهرات ولايت دفوټبال دلومړۍ لاس سياليو پرون مازيګر دآمو اواميد دټيمونو ترمنځ لوبي سره  دوام وموند.

دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضياالحق ضيا باختراژانس ته وويل چې په دې لوبه کې د آموټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره داميد پرټيم بريالي شو.

دغه سيالۍ دلسوټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې  پيل شوي دي .

ديوبل خبرله مخې دکابل ښار دغوره ليګ دسياليو او څلورمه اوونۍ نن مازيګر په يوې لوبي سره دوام کوي .

دهيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول احمدشاه ساير باختراژانس ته وويل په دې لوبه کې دميوند ټيم له پامير ټيم سره  لوبه کوي.دغه سيالۍ داتلسو ټيمونو ترمنځ په کابل ښارکې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته