امنیت

اته ويشت تنه وسله وال طالبان په ځينو ولايتونو کې ووژل شول

 کابل باختر دتلې دمياشتې ١٩ :
افغان امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې په څو چاڼيزوعملياتو کې  چې  دهيواد په ځينو برخو کې ترسره کړل اته ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس  ته خبرورکړ :
افغان امنيتي ځواکونو د تيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې په څو چاڼيزو عملياتو کې چې د ننګرهار ، دايکندي ، بغلان ، کندز، زابل ، ارزګان ، ميدان وردګو، لوګر ، هرات  اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل  چې له امله يې اته ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، يوتن ونيول شو او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې  ددښمن يوه اندازه سپکي او درندې  وسلې  هم  دافغان
امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز ملي پوليسود لغمان او ارزگان  ولايت په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو  له خوا پنځه ښخ  کړاي شوي ماينونه کشف  اوشنډ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته