ورزش

دسرخ پوشانو ټيم اتل شو.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٨
په هرات کې پ نجونو دفوټسال سيالۍ دسرخ پوشانو دټيم په اتلوالۍ سره پاى ته ورسيدې.
دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغو سياليو په وروستي پړاو کې دسرخ پوشانو او د آرش ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه دڅلورو په وړاندې په اتو سره دسرخ پوشانو د ټيم په ګټه پاى ته ورسيده . او دغه ټيم اتل شو دغه راز د آرش اوميوند ټيمونو دويم او دريم مقامونه وګټل.
ديوبل خبرله مخې : په هرات کې له شپاړلس کلنۍ څخه ښکته د فوټبال سيالۍ نن پيليږي.
د نوروزي دڅرګندونو له مخې په دې پړاو کې دسرخ پوشانو او آرش ټيمونه لوبه کوي.
دنوروزي د څرګندونو له مخې په هرات کې دشپاړلس کلنۍ څخه ښکته دتنکيو ځوانانو دفوټبال سيالۍ د درې ويشتو ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته