روغتیا

د مهترلام له ولايتي روغتون سره د يوسلو پنځوسو زرو افغانيو په ارزښت د وسايلو مرسته وشوه

کابل– باختر د ليندۍ د مياشتې ١٥
د لغمان ولايت د مهترلام ولايتي روغتون رييس ډاکتر عطاالله نيازي باختر آژانس خبريال ته وويل: د سويډن موسسې له لوري د مهترلام له ولايتي روغتون سره د يو سلوپنځوسو زرو (۱۵۰۰۰۰) افغانيو په ارزښت د وسايلو مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې (۳۵) بخارۍ، (۲۳) سيټه چوکۍ، يو د کاليو وينځلو ماشين او يو شمېر نور وسايل شامل دي.
ده زياته کړه: د وينې اخيستلو لپاره يوه سيټ چوکۍ د (WHO) موسسې له لوري او د وينې د ساتلو يو يخچال د يونيسف موسسې له لوري مرسته شوې دي.
ښاغلي نيازي د يوې پوښتنې په ځواب وويل: اوسمهال په مهترلام روغتون کې ځانګړې ستونزې نشته يوازينۍ ستونزې د مراجعينو زياتوالی دی.
ده زياته کړه: د مهترلام ولايتي روغتون د څلورسوه زره ناروغانو لپاره جوړ شوی، خو اوس مهال يوازې لغمان ولايت لس لکه نفوس لري او ناروغان يې همدلته تداوي کېږي او د دې سربېره د نورستان ولايت د دوو ولسواليو ناروغان هم په دغه روغتون کې تداوي کېږي چې اوس مهال څلونيم سوو په شاوخوا کې د نورستان ولايت د دغو دوو ولسواليو ناروغان بستر دي.
نيازي وويل: دغه روغتون ته په هره دوره کې د څلور سوه زرو (۴۰۰۰۰۰) ناروغانو لپاره درمل ورکول کېږي چې دغه درمل د ناروغانو د زياتوالي له امله بسنه نه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته