امنیت

په تخارکې دوه تنه له نشه يي توکو سره ونيول شول

کابل/ د ليندۍ٣٠ مه/ باختر
په تخارکې دوه تنه له نشه يي توکو سره ونيول شول.
دغو کسانو څه ناڅه٢٠ کيلوګرامه اپين په ماهرانه ډول د موټر په ټايرونوکې ځاى پرځاى کړي وو او غوښتل يې هغه له بدخشان څخه تخار ته ولېږدوي.
د تخار پوليسو مسوول جنرال معراج الدين سادات باختر آژانس ته وويل چې دغه دوه  قاچاق وړونکي د پوليسو په جلاجلا عملياتوکې په تالقانو کې ونيول شول.
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې د نشه يي توکو د قاچاقو پر لسګونو مواردو  اعتراف کړى دى.
د يو بل خبرله مخې:
اته کسان په تخارکې د جنايي جرمونو په تور ونيول شول.
دغه کسان په ٢٤ ساعتوکې دپوليسو په عملياتو او د وسايطو د پلټنې په وخت کې ونيول شول.
د تخار پوليس وايي چې پر نيول شويو کسانو د غلا، شوکمارۍ او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته