امنیت

شپاړلس تنه پوليسان په بدخشان کې لا تراوسه پورې هم د طالبانو په اسارت کې دي

فيض آباد – باختر دلړم دمياشتې ١٤
د پوليسو ١٦ تنه اسير شوي سرتيري لا تراوسه پورې هم د وسله والو طالبانو په منګولوکې دي او د بدخشان امنيتي ځواکونه وايي چې د سيمې د سپين ږيرو په منځګړيتوب د دغو سرتيرو د خلاصون لپاره هلې ځلې دوام لري.
سيمه ييز مقامات وايي چې وسله والو طالبانو دغه سرتيري د وردوج ولسوالۍ د آب خستک سيمې ته ليږدولي دي او همدا اوس د دغې ډلې په اسارت کې دي .
د بدخشان د والي وياند احمد فريد فروتن نن سهار د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د پوځي عملياتو ترڅنګ د سيمې د مخورو او سپين ږيرو په مرسته د طالبانو د ډلې له منګولو څخه د دغو سرتيرو د خلاصون لپاره هلې ځلې دوام لري.
ده زياته کړه چې وسله والوطالبانو د دغو سرتيرو خلاصون د دغې ډلې د هغو څو تنو قوماندانانو په خلاصون پورې مشروط بللى دى چې همدا اوس له حکومت سره بنديان دي .
فروتن وويل چې د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا په سيمه کې د ماينونو د ښخولو په علت پوځي عمليات په احتياط سره پرمخ ځي.
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي د دغو سرتيرو شمېر ١٢ تنه وباله. خو د بدخشان والي او د کورنيو چارو وزارت مقاماتو دغه سرتيري ١٦ تنه بللي دي .
دغه سرتيري د روان کال د لړم د مياشتې په ٥ مه نيټه د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ د هوفيانو په سيمه کې د دغو سرتيرو په اډو د يوې ډلې وسله والو طالبانو له بريد وروسته د دغې ډلې له خوا اسيران شول.
د وردوج ولسوالي د بدخشان ولايت يوه نا امنه ولسوالي ده او پيچلې جغرافيا او له تاجکستان او پاکستان سره پوله لري او دا کار د دې سبب شوى دى چې وسله وال طالبان په ډير لنډ ممکن وخت کې په دغې ولسوالۍ نفوذ او برلاسى پيدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته