فرهنګ

حامدکرزي دحاجي عبدالرحمن جامع جومات په رسمي ډول پرانست.

کابلباختر دچنګاښ ٢٣ مـــــــه

دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي دکابل په ښارکې دحاجي عبدالرحمن جامع  جومات نن ديولړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پرانست.

حامدکرزي ددغه جامع جومات له پرانيستنې وروسته دخپلې وينا په ترڅ کې دلوى خداى شکر پرځاى کړ چې ده او دافغانستان مشرانو ته يې دغه ستروياړ ور وبښلو  چې داسې يوجومات يې دافغانستان ديوملي سوداګر په پانګه او ديو افغان انجينر په زيار جوړشوى دى په خپلولاسونو پرانيزي.

دهيوادد جمهوررييس ددغه جامع جومات دودانۍ نقشه اوډيزاين وستايه او په دې باندې  خوښي څرگنده کړه چې افغانان هم په هره برخه کې په لوړه کچه دکار توان لري. .

حامدکرزي هيله وکړه چې لوى  خداى دې زموږ په هيواد کې  سراسري سوله ټينګه کړي چې دده په شمول ټول افغانان په سوله  او امن کې په دغه جامع جومات  اونورو جوماتونو کې دلمانځه په اداکولو سره  دلوى خداى حق پرځاى کړي.

په دغو مراسمو کې دعالمانو دسراسري شورا رييس مولوي قيام الدين کشاف داسلام په مقدس دين کې دجوماتونو دجوړولو ارزښت ته داشاري په ترڅ کې وويل ترټولو ښه مال هغه دى چې دجوماتونو اودالله دعبادت ځايونو د جوړولو په لاره کې ولګول شي او ترټولو ښه او غوره بنده ګان هغه دي چې دځمکې پرسر داسې سپيڅلي ځايونه اومرکزونه جوړ کړي چې هلته دالله عبادت ترسره شي .

قيام  الدين کشاف  دټولنې په اصلاح  ، دعدالت اودمسلمانانو ترمنځ  دوروري او اخوت په ټينګښت  کې دجوماتونو رول مهم وباله  ويې ويل جوماتونه  چې هم محراب لري  او هم منبر دالله داوامر دپرځاى کولو اودټولنې   داصلاح لپاره ترټولو ښه ځاى ګڼل کيږي اوله همدې محراب اومنبر  څخه خلک سولې ته رابلل کيږي له دى ځاى څخه ټولنيز عدالت تامينيږي  او خلک ديوبل پروړاندي له ظلم اوتيري څخه منع کيږي.

ورپسي دجمهوررييس سلاکار نعمت الله شهراني  ، دپوهنې وزارت داسلامي تعليماتو معين ډاکتر شفيق صميم  دسولې دعالي شورا رييس صلاح الدين ر باني  ، مولوي عنايت الله بليغ  اود  وزير محمداکبرخان دجامع جومات خطيب اودکابل پوهنتون دشرعياتو دپوهنځي   استاد ډاکترمحمدايازنيازي خبرې وکړې.

دوى وويل:  څوک  چې جوماتونه جوړوي  هغوى دخداى ګاونډيان دي  داځکه  چې جوماتونه دلوى خداى  کورونه دي اوڅوک چې دالله په دغو کورونو کې دقران تلاوت کوي لوى خداى به ورباندې شفقت وکړي او دهغوى  ددغو نيکو اعمالو ثواب به ورکړي.

ويناوالودجوماتونو له لارې دسولې په ټينګښت  کې دديني عالمانو رول مهم او ارزښتناک وباله   ويې ويل  دغه جومات يو له هغو ديني مرکزونو څخه  دى چې علما کولاي شي  له دغه ځاى  څخه دسولې اويو والي پيغام خلکو ته ورسوي  ترڅو خلک دسولې په بهيرکې ونډه واخلي او دغه  بهيربريالي کړي .

ددغو مراسمو په پاى کې حامدکرزي ددغه جامع جومات بيلا بيلې برخې وکتلې .

دغه جامع جومات دکابل ښار دزرنګار په پارک کې په نهه زره متر مربع ځمکه کې دهيواد ديوتن ملى سوداګر ارواښاد حاجى عبدالرحمن اود هغه د زامنو له خوا په درې پوړو نو کې په پا خه او اساسي ډول جوړه شوې چې دډيزاين اوودانولو چارې يې ديو تن افغان انجنير غلام فاروق قاضي زاده له خوا تر سره شوى دى .

په دغه جامع جومات کې د نا رينه وو اوښځو لپاره جلا جلا ځاينونه جوړ شوي چې په يوه وخت کې لس زره لمونځ کوونکى پکې ځائيږي .

همداراز دغه جامع جومات پرسمبال کتابتون اودکنفرانسوصالون هم لري .

ددغه جامع جومات د پرا نيستي په مراسمو کې دکابينې ځينو غړو دهيواد جيدو ديني عالمانو او يوشمير کابل ښاريا نو ګډون کړي و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته