سیاستخبرونهاقتصادTOP

‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د آلمان فدراسیون ۳۰ شرکت له رئیس سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۱۷مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د آلمان فدراسیون ۳۰ شرکت له اجرایي رئیس ډاکټر سباستیان هاینه سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ‏په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو، بهرنیو پانګه والو ته د زمینې برابرولو او سراسري امنیت په اړه خبرې وکړې.
‏ډاکټر سباستیان د شخصي دفتر د جوړېدو، د کانونو او پټرولیم وزارت او د اروپايي هېوادونو پانګه والو ترمنځ د ارتباطي پل د جوړېدو په اړه خبرې کړي او ويلي يې دي: “ټول اروپايي پانګه وال کولی شي چې له دې لارې معلومات ترلاسه او په افغانستان کې پانګونه وکړي”.
‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي:” اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی؛ په ځانګړې توګه اقتصادي تعاملات.
هغه دغه راز د ياد شرکت له رئیس څخه د طرحې وړاندې کولو غوښتنه کړې او د پانګونې په برخه کې يې د اسانتیاوو برابرولو په اړه د کانونو د قانون او طرزالعمل سره سم، د همکاریو ژمنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته