ټولنه

د ښځو نړیواله ورځ په شبرغان کې ونمانځل شوه

کابل/ د کب ١٨ مه/ باختر
د ښځو نړیواله ورځ نن په شبرغان ښار کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال احمد فرید رسولي د خبرله مخې؛ دغه غونډه چې په همدې مناسبت په شبرغان ښار کې د سلګونو ښځو او مسوولينو په ګډون جوړه شوه؛ د هېواد د بچیانو د روزنې، پرمختګ او د هېواد په پرمختیا کې د ښځو د رول په اړه خبرې وشوې.
ویناوالو په تېرو ٢٠ کلونو کې د ښځو سرښندنو ته په اشارې سره وویل چې اوس هم د هېواد په کچه په تېره بیا په لرو پرتو او ناامنو سیموکې د ښځو پرخلاف تاوتریخوالی شته.
هغوی زیاته کړه چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په بهیرکې د ښځو ١٨ کلنې لاس ته راوړنې باید هېره نشي.
دغه راز په غونډه کې د هېواد د تاریځ په اوږدوکې د ښځو اتلولۍ په نیکي سره یادې شوې او پر پوهو او فعالو ښځو سوغاوتونه هم ووېشل شول.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته