سیاست

اجرائیه رئیس په ملګرو ملتو کې د افغانستان نوی استازې اړوندو کارکوونکو ته وروپيژاند

کابل باختر دتلې ١٠ 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ملګرو ملتو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل نن په نیویارک کې د هیواد د دایمي نمایندګۍ مامورینو ته ور وپېژاند.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې اړه نن سهار د افغانستان په دایمي نمایندګۍ کې غونډه جوړه شوې وه، چی پکښي د نوي استازي ترڅنګ پخوانى استازي ظاهر تنین اوپه امريکا متحد ایالاتو کې افغان سفیر حمدالله محب هم برخه اخستې وه.
د هیواد اجرائیه رئیس په خپلو خبرو کې د تلونکي دایمي استازي ظاهر تنین د کاري دورې پر مهال د هغه د خدمتونو، له افغانستانه د فعاله نمایندګۍ او په ملګرو ملتونو کې د هیواد تګلاره او مقام یوه لوړ پوړ ته رسېدو له خاطره مننه وکړه.
ده زیاته کړه، چې افغان حکومت او خلک له ښاغلي تنین منندوی دي او هغه ته په راتلوونکي کې د نورو بریاوو او د افغانستان د نوم روښانه کېدو هیله لري.
ده همداراز په ملګرو ملتو کې د افغانستان نوي دایمي استازي محمود صیقل ته د نوي دندې له خاطره مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چي د هیواد اوسنیو شرایطو ته په کتو به د ده دنده هم فوق العاده مهمه او له چلنجونو ډکه وي.
ډاکټر عبدالله وویل، چي د نوي حکومت له راتګ سره د افغانستان په بهرنۍ پالیسۍ کي یو اساسي بدلون راغلی او دا بدلون په نړیواله توګه د افغانستان د ښې نمایندګۍ له ادرسه منظم او کاري ملاتړ ته اړتیا لري.
د هغه په خبره، چي په ملګرو ملتونو کي د افغانستان نوی دایمي استازی به وکولاى شي، چي د افغانستان او نړیوالو همکارانو ترمنځ یې اړیکي نوري هم پیاوړي او یوه نوي پړاو ته ورسوي.
د هیواد اجرائیه رئیس زیاته کړه، چي افغانستان له تروریزم سره د مبارزې او اقتصادي ودې لپاره د سیمه ییزو لوبغاړو د همکارۍ دراجلبولو اود ښکيلو خواوو رښتنیني کار ته اساسي ضرورت لري، او ددې هدف تحقق موندنه به د نوي دایمي استازي له اساسي موخو وي.
په ملګرو ملتو کې د افغانستان پخواني استازي د خپلو فعالیتونو او له نوي استازي سره د اړوندو کارکوونکو د همکارۍ پر جلب تمرکز وکړ.
د ملګروملتوپه سازمان کې د هیواد نوي استازي محمود صیقل په خپلو خبرو کي د هیواد له ملي ګټو سره سم به نړیوالو ته د هیواد د رښتني بڼې په ښودلو او د افغانستان د حقه حقونو او غوښتنو د تحقق لپاره خپل وس په کار واچوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته