فرهنګ

د ملي آرشيف د مطالعې نوى سالون پرانستل شو

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٨ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن د ملي آرشيف د څيړونکو د مطالعې سالون پرانست.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د ملي آرشيف د څيړونکو د مطالعې سالون دترکيې د (تيکا) موسسې په لګښت سمبال او د څيړونکو استفادې ته چمتو شوى دى .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په ملي آرشيف کې جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د افغانستان او ترکيې ترمنځ د دوستانه اړيکو په باره کې خبرې وکړې او د ترکيې د همکاريو له امله په قدردانۍ سره يې يې وويل چې دغه هېواد په بېلابېلو برخو په تېره بيا په فرهنګي برخه کې له افغانستان سره تل  همکاري کړې ده او اوس هم موږ د ملي آرشيف د څيړونکو د مطالعې سالون د سمبالولو په برخه کې د ترکيې د يوې بلې مرستې شاهدان يو.
په دې غونډه کې د ملي آرشيف رئيسې معصومې نظري د تيکا موسسې د همکارۍ له امله په قدردانۍ سره وويل چې دغې موسسې د ملي آرشيف د څيړونکو د مطالعې د سالون او  ودانۍ په ترميمولو سربېره د مطالعې سالون  د کتاب په شلفونو، کمپيوټرونو، پرنټ، سکنر، پروجکټور، ميزونه، څوکۍ او نور ضروري وسايل پکې شامل دي، سمبال کړى دى.
دې  زياته کړه چې د ملي آرشيف د څيړونکو د مطالعې له سالون څخه په يوه وخت کې شل تنه څيړونکي استفاده او څيړنه کولاى  شي .
دغه راز د تيکا موسسې رئيس سليمان شاهين په بېلابېلو برخو په تېره بيا په افغانستان کې په فرهنګي برخه کې د دغې موسسې د فعاليتونو په اړوند معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې د ملي آرشيف د مطالعې د سالون سمبالښت له ملي آرشيف سره د دغې موسسې د مرستو پيل دى.
ده وويل چې په پام کې  لري په راتلوونکي کې ترکي ماهران ملي آرشيف ته او د ملي آرشيف کارکوونکي د تجربو د تبادلې او زده کړې په خاطر ترکيې ته وبولي او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت په تېره بيا له ملي آرشيف سره يې د دغې موسسې د زياتو همکاريو  ډاډ ورکړ.
د دغې غونډې په بهيرکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د دغه وزارت ستاين ليک د تيکا موسسې رئيس ته ورکړ.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني او د تيکا موسسې رئيس د ملي آرشيف د څيړونکو د مطالعې سالون پرانست  او بېلابېلې برخې يې وکتلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته