کابل باختردزمري دمياشتې ١٥ :
د ژورناليستانو دملاتړ صندوق دجوړولو لپاره مقدماتي غونډه نن داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې جوړه شوه .
دباخترآژانس دخبرله مخې : داطلاعاتواو فرهنګ وزيرډاکترسيدمخدوم رهين ددغې غونډې په پيل کې وويل : په هغو مواردو کې چې خبريالان له پيښو سره مخامخ کيږي ، بايد دغه صندوق وکولاى شي دهغوى مادي ملاتړ وکړي .
دغه راز په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې دژورناليستانو دملاتړ دصندوق طرزالعمل دې بيلابيلو خبري بنسټونو او د ژورناليستانو اتحاديو او رسنيو ته وليږل شي او په نږدې راتلوونکې کې دې ددغو بنسټونو استازي دصندوق دجوړولو کار بشپړکړي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ