امنیت

نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٤
امنيتي ځواکونو پرون د هيواد په څو ولايتونوکې د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ٢٩ تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه د هلمند، قندهار، بغلان، کونړ او د ميدان وردګو د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ٢٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، څلور تنه ټپيان او پنځه تنه نوريې ونيول شول او ٢٨ ماينونه کشف او شنډکړى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته