سیاست

ډاکترعبدالله عبدالله: د هېواد خلک او وسله وال ځواکونه دغه بريدونه بې ځوابه نه پريږدي

کابل باختردزمري دمياشتې ١٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکترعبدالله عبدالله نن د پوليسو  دوه سوه بستريز روغتون، د ايمرجنسى روغتون او په شاه شهيدکې د ځانمرګي بريد د پيښې ځاى ته لاړ او له ټپيانو، دقربانيانوله کورنيو او د سيمې له اوسيدونکو سره يې وکتل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ:
اجرائيه رئيس چې دمصرعربي جمهوريت ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته کابل ته راستون شوى دى؛ د تيرو دوو ورځو د زړه بوږنوونکو او  دردونکو پيښو د خبرونوله ترلاسه کولو وروسته د کورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي معين په ملګرتيا د دغو پيښو له ټپيانو سره دکتنې په مقصد دپوليسو دوه سوه بستريز روغتون ته لاړ  .
دهېواد اجرائيه رييس دپوليسو په اکاډمۍ د ځانمرګي بريد له امله له ټپيانو سره  له نږدې د احوالو پوښتنه وکړه او د دغې پيښې د ټپيانو د ښې درملنې او پاملرنې لپاره يې د روغتون مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته اجرائيه رئيس په شاه شهيدکې د ځانمرګي بريد ساحې ته لاړ او د پيښې ساحه  او د اوښتو تاوانونوکچه يې  له نږدې وکتله .
د سيمې له اوسيدونکو او د قربانيانوله کورنيو سره په کتنه کې، اجرائيه رئيس د دغې پيښې په غندلو او له قربانيانو سره د همدردۍ او خواخوږۍ د مراتبو په څرګندولو سره، له هغوى سره ژمنه وکړه چې د ملي وحدت حکومت د دغه ډارن بريد له زيانمنو شويوکسانو سره هيڅ را زهمکاري او مرسته نه سپموي.
وروسته اجرائيه رئيس دپايتخت  په مرکزي ساحه کې  د ايمرجنسى روغتون ته لاړ 
او د دغو دواړو پيښو له ټپيانو سره يې له نږدې وکتل.
ډاکترعبدالله عبدالله د وروستيو پيښو له ټولو ټپيانو سره روغبړ وکړ او د هغوى د روغتيايي حالت پوښتنه يې وکړه.
اجرائيه رئيس د پيښې له امله د خپګان په څرګندولو او له ټپيانو او د قربانيانو له کورنيوسره د همدردۍ او خواخوږۍ د مراتبو په څرګندولو سره دلوى خداى (ج) له دربارڅخه هغوى ته د بيا روغتيا هيله وکړه او ژمنه يې وکړه چې د هغوى په درملنه  او د ستونزو په حل کولوکې له هيڅ راز هڅو او اقدام څخه  ډډه نه کوي.
د هېواد اجرائيه رئيس دغه راز په خپل وخت د ټپيانو د درملنې او هغوى ته د پاملرنې په خاطر دپوليسو او د ايمرجنسى د روغتونونو له ډاکتــــــرانو او مسوولينو څخه مننه وکړه.
اجرائيه رئيس د هېواد د دښمنانو د ديو خويو او غيراسلامي او غيرانساني بريدونو په غندلو سره دغه شان بېرحمانه او ړانده بريدونه د دې هېواد دماتې خوړولو دښمنانو کار وباله او ژمنه يې وکړه چې د هېواد وسله وال ځواکونه او خلک دغه بريدونه بې ځوابه نه پريږدي او د دغه جنايت عاملين به وپيژنې او مجازات کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته