امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
څلور تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې ددوو پوځي  عملياتو په بهير کې  ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول
په دغو جګړه مارانو پرون ناوخته دقره باغ او دګيلان دولسواليو په مربوطاتو کې بريد وشو چې څلور تنه يې ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
  په غزني ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو ددريمې لوا ويندوي نظيف اله سلطاني دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې  ټپيان شول .
  ده وويل په دغو عملياتو کې پوځيانو دوسله والو طالبانو څو جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې  پوځيانو  اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته