فرهنګ

په پنجشير کې د رسنيو د ملاتړ مرکز جوړيږي

کابل باختر د غبرګولي  اتلسمه :
  په پنجشير ولايت کې د ډله ييزو رسنيو د ملاتړ لپاره يو مرکز جوړيږي .
دغه مرکز د کورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي معينيت له خوا په دغه ولايت کې جوړيږي .
ويل کيږي د کورنيو چارو وزارت له خوا يو سند د پنجشير ولايت امنيه قوماندانۍ ته ليږل شوى دى چې په هغه کې د ډله ئيزو رسنيو د ملاتړ په نامه د يو مرکز په جوړولو ټينګار شوى دى .
په هغې غونډه کې چې نن په همدې مقصد په دشتک سيمه کې د ملي اردو د جلب او جذب په قوماندانۍ کې د امنيه قوماندان او د رسنيو د مسوولينو په ګډون جوړه شوه؛ د دغه مرکز د جوړولو په باب خبرې اترې وشوې .
د پنجشير ولايت د مطبوعاتو مسوول عتيق الله ساکت د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې له سيمه ئيزو مقاماتو سره په سلامشوره کې دغه مرکز د پوليسو په قوماندانۍ کې جوړ شي .
ساکت  زياته کړه: دغه مرکز له جوړيدو  وروسته کولى شي د امنيت د تامينولو په برخه کې او نوروبرخوکې د رسنيو له مسوولينوسره مرسته کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته