پل علم باختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه :
د يونيسف ادارې پرون د لوګر ولايت له ښوونځيو سره د يوسلو څوارلسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت د خيمو مرسته وکړه.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختر آژانس ته وويل چې د يونيسف يا د ماشومانو د ملاتړ موسسې د يوسلو څوارلسو زرو امريکايي ډالرو په ارزښت د لوګر ولايت له ښوونځيو سره د اووه شپيتو سمبالو خيمو مرسته وکړه او هره خيمه له ديرشوڅخه تر شپيتو تنو زده کوونکو پورې ظرفيت لري.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند زياته کړه چې همدا اوس يوشمېر زده کوونکي د مناسب ځاى د نشتوالي په دليل تر خيمو لاندې په زده کړې بوخت دي .
مخکې له دې د يونيسف ادارې د لوګر ولايت له ښوونځيو سره د اتيا خيمو مرسته کړې وه.
پاى سعيده ذ
0 1 دقیقه لوستل