نړۍ

داروپا اتحاديې اوناټو له روسيې څخه وغوښتل چې خپل ځواکونه په اوکراين کې ځاى پرځاى کړي.

نيويارک نيوز نو   باختر دکب دمياشتې  ١١ :
داروپا اتحاديي اوناټو له روسيې څخه وغوښتل چې خپل ځواکونه په اوکراين کې ځاى پرځاى  نه  کړي.
داروپا داتحاديې دبهرنيو اړيکو مسوولې کاترين اشتون  ويلي دي  چې له پوځي ځواکونو څخه استفاده به کړکيچونه زيات کړي.
دې له روسيې څخه وغوښتل چې خپل  ځواکونه  اوکراين ته وانه ستوي اوخپلې نظريې په سوله ييز ډول وړاندې کړي.
په همدې حال کې دناټو عمومې منشي  اندرس فوګ راسموسن هم له روسيې څخه  وغوښتل چې داوکراين دملي واکمني  درناوى وکړي.
راسموسن وويل  چې دناټو  غړي هيوادونه په اوکراين کې  حالت له نږدي څاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته