فرهنګ

په غور کې خبريالان له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي

کابل  باختر دکب دمياشتې  ٩  :
په غور ولايت کې خبريالان او دمدني ټولنې مسوولين ديوې غونډې په ترڅ کې  په دغه ولايت  کې  د خبريالانو په  وړاندې دناسم چلند له امله سخت شکايت لري.
دغو خبريالانو په  حکومت  د بيان له  آزادۍ سره په  نه ملاتړ تور ورلګاوه  او ټينګار يې  وکړ  چې خبريالان  تل په ادارو کې د اداري فساد  د شتون او په دولتي ادارو کې  له وظيفوي دندو څخه د ناوړې استفادې رپوټونه خپروي  اوپه يو ډول نه يو ډول  د حکومت له  ددننه  څخه ګواښل کيږي.
د دغو خبريالانو د څرګندونوله  مخې : حکومت د دې پر ځاى چې د هغوى ملاتړ وکــړي  د هغوى په  سپکاوي  او ګواښلو لاس پورې کوي  چې   د دغه کاردوام  زياتره  خبريالان  دې ته اړ ايستلي دي  چې  له خپل مسلک  څخه لاس واخلي .
په لويديځه حوزه کې دخبريالانو  د ادبي ټولنې مسوول غوث محمد الکوزى وايي  ؛  دحکومتي مقاماتو له خوا په اطلاعاتو نه لاسبرۍ ،  او دغه راز  په حکومتي مسوولينو پورې  داړوندو قومونو له خوا ګواښ  او دغه راز سپکاوى  په غور کې  دخبريالانو د درسانه يي بهيرد لارې پرسر  سترې ستونزې بلل کيږي
له بده مرغه  خبريالان په غور کې  په ډير بد حالت کې دي  او که  چېرې  دمقاماتو او درسنيو دملاتړو بنسټونوله خوا  پاملرنه  و نه شي   مخالفين   به     د بيان د آزادۍ د له منځه  وړلو په لټه کې شي .  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته