ټولنه

اسدالله آرام وفات شو

کابل باختر د مرغومي څلورمه :
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هيواد د سينما او تياتر يو مشهور هنرمنداسدالله آرام وفات شوى دى.
ارواښاداسد الله آرام پنځوس کاله د افغانستان هنر ته خدمت وکړ .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين ددغه هنرمند ميړنه ضايعه بولي، د ده دوستانو، کورنۍ او فرهنګي ټولنې ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندوي او د لوى خداى ( ج)  له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت هيله کوي .
د ارواښاد اسدالله آرام فاتحه د ارواښاد د کورنۍ او د افغانستان د سينماګرانو د اتحاديې له خوا د روان کال د مرغومي د مياشتې په پنځمه نيټه د پنجشنبې د ورځې له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې دکابل ښار په موفق  هروي جومات او د نوى ښار په ښار ي سالون کې اخيستل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته