خبرونهټولنه

متحده عربي اماراتو د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه

کابل، د چنګاښ ۱۲ مه، باختر
متحده عربي اماراتو د صحرايي روغتونونو تجهیزات او درمل د افغانستان درېو زلزله ځپلو سیمو ته لېږلي دي.
باخترآژانس د متحده عربي اماراتو د دولتي خبري آژانس له خولې خبر ورکوي، چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد سفیر عیسی سالم الداهیري ویلي چې په دغو مرستو کې یو سمبال روغتون چې د عملیاتو ۲ خونې او ۷۲ بسترو ظرفیت لري او پرمختلي طبي تجهیزات او درمل شامل دي.
د عیسی سالم الداهیري د څرګندونو له مخې، متحده عربي امارات د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر ژمن دی او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته