امنیت

د هرات ولايت د کُرخ په امنيتي پوستو د طالبانو ناکام بريد

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
ددولت دوه تنه وسله وال مخالفين د هرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې ووژل شول.
دهرات ولايت دکُرخ ولسوالۍ د پوليسو د ځواکونو او د دولت د مخالفينو ترمنځ وسله واله جګړه ونښته چې له امله يې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
په دې جګړه چې د بازار په سيمه کې نښتو د قاري عارف او عبدالله په نومونو د دولت دوه تنه وسله وال مخالفن ووژل شول او يو تن بل يې سخت ټپي شو .
په دې پيښه کې د ملي پوليسو يو افسر هم ټپي شوى چې همدا اوس تر درملنې لاندې دى .
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مسوول وويل چې طالبان د پوځيانو له غبرګون وروسته تيښتې ته اړ شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته