کابل – باختر دوږې دمياشتې ٨
په کندز ولايت کې ديوځانمرګي بريد له امله د دغه ولايت د دشت ارچى د ولسوال په ګډون يوولس تنه ووژل شول او څلور ديرش تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن سهار په اته نيمو بجو د دشت ارچى ولسوالۍ د قرلق په سيمه د مولوي غازي دجومات په وړاندې وشوه.
ځانمرګې بريد په خپل بدن پورې تړلي چاوديدونکې توکې هغه وخت وچول چې د دشت ارچي ولسوال له يو شمير نورو سيمه ييزو مسوولينو سره د يو قومي مشر دفاتحې په مراسمو کې له ګډون وروسته له جومات څخه خپلو کورونوته ته روان وو .
د کندز دپوليسو ويندوى سيد سرور حسيني باختر آژانس ته وويل :
په دې ځانمرګې بريد کې ددغه ولايت د دشت ارچى ولسوال شيخ صدرالدين له نهو تنو نور سره ووژل شو.
ويل کيږي د دشت ارچى دولسوالۍ ادارې مدير، د دغې ولسوالۍ دپوليسو يو افسر ،د يو پخوانۍ جهادي قوماندان غوث الدين ورور او دوه تنه قومي مشران هم د دغې پيښې په قربانيانو کې شامل دي .
له بله پلوه ددشت ارچى ولسوالۍ سيمه ييز مسوولين وايي د دغه ځانمرګې بريد له امله څلور ديرش تنه نور ټپيان شوي دي .
دکندز روغتيايي چاروکې وايي ددغې پيښې زياتره قربانيان او ټپيان ملکي وګړي دي چې دفاتحې په مراسمو کې يې ګډون کړى وو .
دکندز دپوليسو ويندوى طالبان د دغې خونړي ځانمرګې بريد مسوول بولي او وايي امنيتي ځواکونو د دغه بريد د عاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل