امنیت

دکورنيوچارو وزير: د هيواد امنيتي ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې په وروستيو شپږو مياشتوکې له هر راز امنيتي ګواښونو سره په زړورتيا سره مقابله وکړي

-کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٤
د کورنيو چارو وزارت د امنيتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ د کچې د لوړولو، د چلنجونو د له منځه وړولو او له راتلوونکو احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د تيارى د نيولو په باب د خبرو په مقصد يو ورځنى سيمينار جوړکړ.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې سيمينارکې چې د دغه وزارت د مشرتابه هيئت غړو او د پوليسو جګپوړو قوماندانانو برخه لرله؛ د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي د دغه سيمينار په پرانستوونکې وينا کې د ملي دفاع په وزارت کې په پرونې امنيتي او دفاعي غونډه کې ترسره شويو خبروته په اشارې سره وويل: د هيواد امنيتي ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې په وروستيو شپږو مياشتوکې په زړورتيا سره له ډول ډول امنيتي ګواښونو سره مقابله وکړي او اوس د دې وخت را رسيدلى دى چې وپيژندل شي او له تيرو تجربو څخه په استفادې سره له راتلوونکو احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره زيات تيارى ونيول شي او د ځواکونو د کړنو او فعاليتونو د اغيزمنتوب کچه لوړه شي.
د کورنيو چارو وزير په پرونۍ غونډه کې ترسره شوې خبرې رغنده او ګټورې وبللې او د ملي پوليسو جګپوړو قوماندانانو او په تېره بيا د ساحوي زونونو هغو قوماندانانو ته په خطاب کې چې نوي ټاکل شوي دي؛ وويل چې د امنيتي ځواکونو او د ملي او سيمه ييزو پوليسو د بېلابېلو قطعاتو ترمنځ همغږۍ د کچې لا زيات لوړول، له تيرو تجربو څخه په استفادې سره د پوليسو د ځواکونو د کمزورو او پياوړو ټکو پيژندنه، په دقيقو توګه له راتلوونکو امنيتي چلنجونو سره د مقابلې لپاره د پروګرامونو جوړول د چلنجونو لرې کول او له تروريزم سره د مبارزې لپاره د اغيزمنو لارو چارو په ګوته کول له هغو ډيرو مهمو موضوعګانو څخه دي چې بايد په جديت سره ورباندې کار وشي.
د کورنيو چارو وزير د هيواد د امنيت په ګډوډلوکې دافغانستان دخلکو د دښمنانو پرله پسې توطيو ته په اشارې سره او دغه راز له ډار اچونې سره په جګړه کې د امنيتي ځواکونو د سرښندنې د ستاينې په ترڅ کې څرګنده کړه چې تروريستان په داسې حال کې چې د پخوا په شان بهرني ملاتړ ورسره دى؛ له بېلابېلو لاروڅخه په استفادې سره د افغانستان د خلکو د امنيت د ګډوډلو په لټه کې دي او دا کار د دې غوښتنه کوي چې امنيتي ځواکونه په تېره بيا د ملي او سيمه ييزو پوليسو ځواکونه له ټولو امکاناتو او ظرفيتونو څخه په استفادې سره له احتمالي شته نواقص او نيمګرتياوې ده؛ په ډير لنډ ممکن وخت کې له منځه يوسي.
په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معين ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي د هيواد امنيتي حالت د سيمينار برخه والو ته بيان کړ او له هغوى څخه يې وغوښتل چې ډير ژر دې د نيمګرتياوو په لرې کولو لاس پورې کړي او په دقيقه توګه له احتمالي چلنجونو سره د مقابلې لپاره په عملياتي پروګرام جوړولوکې له زياتو هڅو او جديت څخه کار واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته