کابل / د زمري ۱۸مه / باختر
په فراه کې ۶۵ وسله وال طالبان تېره شپه په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
د فراه پوليسو وياند غلام فاروق حضرتي باختر آژانس ته وويل چې دغه هوايي بريدونه د فراه په مرکزي سيمو (سور، دهک، کبابي او مساو اډې او د پشت رود ولسوالۍ په زاړه ښار کې د وسله والو طالبانو پر قرارګاه او د راټولېدو پر سيمې ترسره شول چې په پايله کې يې د دوو مشهورو قومندانانو په ګډون ۶۵ وسله وال طالبان ووژل شول.
د حضرتي د څرګندونو له مخې؛ په دغو بريدونو کې څلور قرارګاوې او درې هاموې ټانکونه له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اشرفي-اکرم
3 د یوې دقیقې څخه لږ