کابل باختر/ دزمري دمياشتې ٦ :
د سلما بند له اوبو څخه د کار اخيستلو د پړاو پيل چې په افغانستان کې يوه ستره بنسټيزه پروژه ده ، په بشپړه توګه د دغې پروژې د کار د پاى ته رسولو
لپاره لاره اواره کړه او دا به لرې نه وي چې موږ په نږدې راتلوونکي کې له دغې سترې اقتصادي پروژې څخه د ګټې اخيستنې شاهدان و اوسو.
دباخترآژانس مبصر ليکي :
د سلما بند له اوبو څخه د استفادې پړاو پرون پيل شو او هيله کيږي چې له يوکال څخه په لنډ وخت کې په دغه بند کې د اوبو لازم ظرفيت ځاى ونيسي او د بريښنا د توليد د توربينونو د درولو او د هغوکرنيزو ځمکو د خړوبولو زمينه هم برابره شي چې د هريرود سيند په غاړو کې دي .
د سلما بند د سيمه ييزې ژمنې او همکارۍ يوه بيلګه ده چې زيات چلنجونه يې تير کړل خو په پاى کې يې د عمل او ګټې اخيستنې په لور خپله لاره پرانستله .
د سلما بند په نسبي ډول اوږده تاريخچه لري ددغې پروژې د کار د پيلولو لپاره مقدمات د فقيد محمدداود د جمهوري رياست په دوران پورې اړه پيدا کوي خو هغو ناوړو انکشافاتو چې له ١٣٥٧ وروسته افغانستان پکې لتاړ شو ددغې پروژې د بشپړولو د کار څرنګوالى وځنډاوه.
څوارلس کاله مخکې په افغانستان کې د لنډ مهال حکومت په جوړيدو سره هندوستان د افغانستان دخلکو دوديز دوست چې د دغې بنسټيزې پروژې مالي تمويلوونکى دى د افغانستان لپاره د خپلو عمراني پروژو په چوکاټ کې د سلما بند د پروژې کار له سره پيل کړ. او د دغې پروژې د ترسره کولو لپاره مشخص وخت وټاکل شو. خو دسلمان بند دبشپړولو لپاره ټاکلى وخت دامنيت دنشتوالي، اقتصادي مسئلو او د ځينو بهرنيو ټولنو د لاسوهنې په ګډون په بيلابيلو دلايلوڅو ځلې وځنډيد سره له دې چې د افغانستان دولت او تمويلوونکي هيواد د آرامې ديپلوماسۍ په رعايتولو سره هيڅکله دسلما بند په وړاندې د بهرنيو لاسوهنو او د سياسي ستونزو په باب خبرې ونه کړې . خو سياسي کارپوهان بهرنۍ لاسوهنې او د خنډونو جوړول د سلما بند د پروژې دکار د ځنډ يو ستر دليل باله چې افغانستان او هند هغه په زغم سره تير کړل.
د سلما بند پروژه د سيمه ييزې همکارۍ يوه ستره بيلګه ده چې په هغې کې دنورو د ګټو د سبوتا ژ او دسيالۍ کوم دليل نه ليدل کيږي . خو بهرنيو خنډونو او ستونزو وښودله چې د نا سالمو سياليو په ساحه کې سيمه يېزې همکارۍ کيداى شي زيانمونکي وي او په داسې حال کې چې د سلما بند پروژه، د زرنج _ دلارام سړک جوړول ، له شمال څخه کابل ته د وارداتي بريښنا ليږدول ، د افغانستان پارلمان ته د نوې ودانۍ جوړول ، د زرګونو تحصيلي بورسونو ورکول او دغه شان نورې پروژې چې د هندوستان له خوا په افغانستان کې ترلاس لاندې نيول شوي دي . د سيمه ييزې همکارۍ او همغږۍ او له جګړه ځپلي افغانستان سره د مرستې بيلګې دي . دغه شان پروژې کيداى شي د نورو لپاره نسخه وي چې له افغانانو سره د نا سالمې سيالۍ او دبمونو او د ځانمرګو بريدونو او چاودنو د وسايلو دصادرولو پرځاى ، افغانستان دسيمه ييزې اقتصادي ودې لپاره يو فرصت وبولي او له دغه فرصت څخه استفاده وکړي.
د سلما بند پروژه سره له دې چې له اوبو څخه د استفادې پړاو ته ورسيده خو لا تراوسه پورې هم د هغې د لارې پرسر يو لړ ستونزې او خنډونه پاتې دي.
له شک پرته ناولي لاسونه به هلې ځلې وکړي چې د بند د کار دغه پړاو له خنډونو سره مخامخ کړي. خو د افغانستان خلک د خپلو امنيتي ځواکونو په توان او درايت باندې باور لري او متيقن دي چې د پخوا په شان د دغه بند په برخه کې نورې توطيې به هم بې اغيزې او شنډې کړي.
دغه راز زموږ خلک د خپلو هندي دوستانو په ژمنې او عمل هم باور لري . لکه څنګه چې د دغې پروژې له اوبو څخه د ګټې اخيستنې پړاو پيل شو دبريښنا د توليد د توربينونو د درولو او د کروندو د خړوبولو لپاره د اوبو دنلونو د غځولو په ګډون د پروژې د کار نور پړاونه به هم د اجرا وړ وګرځي او د سلما بند به د يوې داسې بريالۍ اقتصادي پروژې په توګه چې دافغانستان او هند د دوستۍ څرګندوى دي تبارز وکړي.
2 3 دقیقې لوستل