فرهنګ

په پروان کې د خبريالانو د کار د شرايطو په ښه والي ټينګار

چاريکار باخترلړم د مياشتې ٣٠  نيټه  :
د پروان ولايت د خبريالانو د مصوونيت د کميټې غونډه پرون د ولايت د مرستيال  او د کميټې د غړو او د رسنيو د مسوولينو په ګډون جوړه شوه.
د پروان ولايت مرستيال شاه ولي شاهد په پروان کې د خبريالانو  د کار حالت ښه وباله او ويې ويل چې د پروان سيمه ييزه اداره او د مصوونيت کمېټه د دولت د پاليسۍ له مخې د دې ترڅنګ چې د خبريالانو ملاتړ کوي؛ د رسنيو د کار لپاره د ښه فعاليت د زمينو په برابرولو ژمنه  ده.
په پروان کې د آزادو ژورناليستانو د ټولنې رئيس عبدالغفار رووفي او د مصوونيت د کميتې مرستيال د معلوماتو د وړاندې کولو په برخه کې د يو شمېر دولتي ادارو د نه همکارۍ، د خبريالانو د قضيو د څيړنې په اړوند د امنيتي بنسټونو د اجرااتو د څرنګوالي او د يوشمېر ښځينه خبريالانو د حقوقو دنه ورکولو په باب د خبريالانو د شکايتونو په اړوند خبرې وکړې او د دغو ستونزو د لرې کولو غوښتنه يې وکړه.
د پروان د والي وياندې وحيدې شهکار په يوشمېررسنيوکې د ښځينه خبريالانو د ستونزو او له حقيقت څخه لرې په ځينو رسنيوکې د رپوټونو د خپرولو په باب  خبرې وکړې او ويې ويل: د پروان خبريالان د مرکز رسنيو ته غلط رپوټونه او شميرنې ورکوي چې د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو سبب کيږي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته