سیاست

داجراييه رياست دلومړي مرستيال پيغام

کابل باختر دليندى شپږ ويشتمه د کډوالۍ دنړیوالې ورځې په مناسبت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال پيغام کډوالۍ یا مهاجرت یوه نړیواله پدیده ده چې د بشریت په تاریخ کې خورا لرغونې مخینه لري او د اسلام په مبین دین کې ، مدینې ته داسلام دسترپيغمبرحضرت محمد رسول الله صل الله علیه وسلم او د هغه د یارانو له هجرته پېل شوې. افغانان هم له کابو څلورو لسیزو راپدیخوا د کډوالۍ او مهاجرت ژوند تیروي او په دې لاره کې له ګڼ شمېر ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شوي چې له بده مرغه دا لړۍ لا اوس هم دوام لري او ګڼ شمير افغانان له هېواده بهر د کډوالۍ شپې ورځې سبا کوي. له بده مرغه د ورستیو جګړو له امله موږ نه یوازې په بهر بلکې د کور دننه د کډوالۍ له لویو ستونزو سره مخامخ یو او دا مهال ډیر افغانان د جګړو له امله له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي او په مهاجرت کې له ګڼ شمېر ستونزو سره ژوند کوي. زموږ هڅه دا ده چې هیڅوک په افغانستان کې له خپل کور څخه وتلو ته اړ نه شي او هغوی چې اوسمهال له کوره لیرې د مهاجرت ژورند کوي د بېرته ستنیدو لپاره یې لازم اقدامات او اسانتیاوې برابرې شي تر څو په خپل هېواد کې ارام او هوسا ژوند وکړي. د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت له موقع نه په ګټې اخیستو سره په نړیوالو مرستندیه ادارو او کورنیو او بهرنیو بنسټونو او اړونده چارواکو غږ کوم چې د ګډوالو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او هڅه وکړي چې د مهاجرینو د بیرته ستنیدو لپاره لازمه او مناسبه زمینه مساعده شي، تر څو زموږ ګران هېوادوال په پوره خوندیتوب خپل پلرني ټاټوبي ته راستانه شي او د هېواد په ودانولو کې خپله ونډه واخلي.پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته