سیاست

جمهور رئیس غني : ټاپي د یو ستر بدلون پیل دی

کابل باختر د کب  د مياشتې ٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار په غازي امان الله خان تالار کې د هرات یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې نیکونام او امین الله جعفري د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال جمهور رئیس ته د ښه راغلاست پرمهال د ټاپي پروژې د کار د پیل له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه دغه پروژه به د ملي عوایدو د زیاتوالي له لارې د افغانستان او په ځانګړي ډول د ټاپي پروژې په مسیر کې د پرتو ولایتونو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راوړي.
هغوی  همدارنګه د ښې حکومتوآلۍ، اداري فساد سره د مبارزې، د قانون د حاکمیت، د ادارو د ځوانېدو، اصلاحاتو او انکشافي برنامو د تطبیق په برخه کې د جمهور رئیس هلې ځلې او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې او همدارنګه یې له دولت، جمهور رئیس او د حکومت له ټولو برنامو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
دغو ویناوالو همدارنګه د سمنټو فابریکې، پاشدان بند جوړولو، د هرات اداره کې د اصلاحاتو، د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د لاسرسي، د هرات په سيمه يېزو ادارو کې د ښځو د استخدام، کډوالو او بې ځایه شویو ته د پاملرنې په اړه خپل وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
جمهور رئیس غني له دغو ویناوالو څخه د ستونزو او لاسته راوړنو د واضح ارزونې د وړاندې کولو له امله مننه وکړه او همدارنګه یې په هرات کې د باورمندۍ، يوالي او همغږۍ رامنځته شوې فضا ته په اشارې وویل، هیله ده چې دغه فضا په ټول هېواد کې انکشاف وکړي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، ټاپي د یو لوى بدلون پیل او هرات په صنعتي او منظم ښار د بدلېدو په حال کې دی او یوازې د چشت شریف کانونه د افغانستان وضعیت ته اساسي بدلون ورکولی شي.
هغه زیاته کړه، د هرات کرنه باید په اساسي توګه عصري شي او په افغانستان کې د قومونو او مذهبونو وحدت باید لا پیاوړی او وساتل شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، له تېرو درې کالو راهیسې یو تحرک رامنځته شوی او موږ د مخته تګ په حال کې یوو، خو دغه ګړنديتوب بسنه نه کوي. هغه زیاته کړه، د ټاپي د کار پیل، د مرکزي افغانستان د جغرافیایي جېل ماتېدل او د ادارو ځوانول د دغه تحرک او دوامداره اصلاحاتو بېلګې دي.
جمهور رئیس غني وویل، د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د لاسرسي موضوع په خپله وخت پر وخت تعقیبوم او له اجتماعي پلوه ورباندې تمرکزکېږي او د منظم پلان له مخې به د کډوالو  او راستنېدونکو د ځای پرځای کولو ترتیبات ونیول شي. پاى _ ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته