اقتصاد

د مالياتو په راټولولو کې د شفافيت په تامينولو ټينګار وشو

کابل باختردمرغومي دمياشتې١٨نيټه : 
د هرات ولايت مقاماتو د مالياتو او عوايدو د راټولولو اود لګښت ټولو په پړاونو کې په شفافيت ټينګارکوي.
د مالياتو اوونۍ د ماليې وزارت د عوايدو د لوى رياست او د هرات مستوفيت په نوښت ،د سوداګرو د سوداګرۍ د خونو  او دکسبګرو د ملي اتحاديې په همکارۍ  نن  په هرات ښارکې پيل شوه.
د هرات ولايت  ټولنيزې مرستيالې مونسه حسن زاده  د دغه پروګرام په پرانستلو کې وويل:  په دې کې شک نشته چې  د عوايد زياتوالى اوپه پرمختيايي پروژو کې د هغه لګښت  د خلکو د پراخ رضايت  او د عمومي خدمتونو د ښه والي سبب کېږي.
له همدې امله  د خلکو بېلابېل قشرونه په تېره بيا د هرات ولايت د خصوصي برخې  متشبثين اوکسبګر چې،  د ماليو په ورکولو سره د کورنيو عوايدو زياته برخه  تامينوي له دولت څخه غوښتنه کوي چې، د پرمختيايي پلانونو په ګډون  طرحه شويو پلانونو په تمويلولو سره د پرمختيايي چارو د پراختيا په لاره کې  له سيمه ييزو ادارو سره مرسته وکړي.
په دغو مراسمو کې د هرات مستوفي ميرويس حبيب زاده  وويل:  په تېر مالي کال کې  د هېواد په   سلو کې ٥،٤٧   بودجه  له کورنيو منابعو څخه   تمويله         شوې ده.
د سوداګرۍ اوصنايعو د خونو د مديره هيئت  ريېس سعد خطيبي  خصوصي برخې ته په خپل وخت د مالياتو د ورکولو له څرنګوالي  څخه  دپوهاوي  په مقصد د ماليې د راټولولو دکمپاين اوونۍ ګټوره وبلله.     پاى   ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته