اقتصاد

د تيلو د پلټنې په برخه کې د افغانستان او ترکيې د همکاريو لپاره هڅې دوام لري

کابل /دتلي ١٨مه /باختر
د افغانستان د کانونو او پتروليم وزارت سرپرست د ترکيې له سفير سره وکتل.
د هېواد د کانونو او پتروليم د وزارت سرپرست الحاج محمد عيسي اخند او د دغه وزارت مشرتابه هيئت نن په کابل کې د ترکيې له سفير جهاد ارګيناي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې، په دې کتنه کې د اقتصادي همکاريو د پراختيا په تېره بيا د تيلو او ګازو په برخوکې د دوه اړخيزو همکاريواو فرصتونودغه راز د هايدروکاربن په برخوکې د ترکيې د پروژو په اړه خبرې اترې وشوې.
د کانونو او پتروليم وزارت سرپرست وويل: ترکيه له څو لسيزو راپديخوا له افغانستان سره دوستانه اړيکه لري او موږ به له دوست هېواد سره دهمکاريو اودوستى د لازياتې پراختيا غوښتنه کوو.
په کابل کې د ترکيې سفيرله دغه سکتور سره د خپل هېواد د همکاريو ډاډ ورکړ اودغه راز د دغه وزارت کارکوونکو ته د کانونو په برخه کې د تخنيکي اوتحصيلي بورسونو د برابرولو ژمنه وکړه.
–ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته