سیاست

جمهوررئیس غني: په افغانستان کې د سولې لپاره اوسنۍ اجماع په تېرو ۴۰ کلونو کې بېسارې ده

کابل_باختر د تلې د مياشتې٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د سولې عالي شورا له رييس او مشرتابه غړو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس ډاکټر محمداکرم خپلواک د سولې د عالي شورا د فعالیتونو او وروستیو لاسته راوړنو په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ او د سولې پروسې څخه د جمهوررئیس او افغانستان د خلکو د هراړخیز ملاتړ مننه یې وکړه.
هغه زیاته کړه، د سولې په نړیواله ورځ په ټول هېواد کې شاندار ه برنامې جوړې شوې چې خلکو په کې فعال حضور درلود او ټولو په یو غږ  د دولت له مخالفینو وغوښتل چې د سولې پروسې سره یو ځای شي او د خپلو خلکو ترڅنګ خپل عادي ژوند غوره کړي.
د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس وویل، دا شورا پراخه برنامې لري چې له دې لارې د خلکو په ځانګړي ډول د هېواد د مخورو (مشرانو) په همکارۍ د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره غوره لارې ولټوي. هغه زیاته کړه ډېر ژر به په کابل کې د سولې د ولایتي کمېټو له رئیسانو سره د نظرونو د تبادلې برنامه جوړه شي.
خپلواک دغه راز وویل، د سولې د عالي شورا په سیاسي، د علماوو، قومي مشرانو، مدني ټولنې، مطبوعاتو او عامه پوهاوي پنځو کمېټو کې به د خلکو بېلابېلو اقشارو  ته د رول ورکولو له لارې د سولې اساسي پیغامونه  پیاوړي کړي او د تندلاریتوب (افراط ګرایي)  د عواملو په اړه به عامه پوهاوی وکړي.
وروسته د سولې د عالي شورا رئیس استاد محمدکریم خلیلي په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په دوه اویایمه ناسته کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د جمهوررئیس د دريځ مننه وکړه وې ویل: په هغې ناسته کې ستاسې وینا د افغانستان دولت او ملت له ادرسه هراړخیزه وه او د راتلونکي په اړه یې هیلې زیاتې کړې.
هغه دې ته په اشارې چې نن سولې ته جدي اړتیا ده، د سولې پروسې  د ملاتړ له امله د جمهوررئیس او له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو قدرداني وکړه. د سولې عالي شورا رئیس زیاته کړه، دا شورا هڅه کوي د ولایتي سفرونو او عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې د سولې اساسي پیغامونه خلکو ته انتقال کړي، تر څو مثبت ذهنونه پیاوړي شي.
نوموړي زیاته کړه، سوله یوه ستره پروسه ده او باید ټول په کې برخه واخلي، زموږ ټولو هڅه دا ده چې هېواد د جګړې د دایمي ختمېدو لوري ته سوق شي، موږ د سراسري سولې له انګیزې او د ټینګښت په هیله مخته ځو.
وروسته جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې لومړی د عاشورا د رارسېدو له امله د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړي ډول د افغانستان خلکو ته د امام حسین (رض) د شهادت تسلیت ووایه او دېته په اشارې چې امام حسین رض په اسلامي نړۍ او بشریت پوری تعلق درلود، د خلکو له ټولو اقشارو یې وغوښتل چې د عاشورا د نمانځنې په مراسمو کې برخه واخلي.
هغه د سولې د عالي شورا دهڅو  مننه وکړه چې په لږ وخت کې یې وکولای شول مثبت کارونه وکړي او یوه عمومي اجماع رامنځته کړي. هغه وویل: ډاډ درکوم چې زما، دولت او خلکو ملاتړ له تاسې سره دی، د سولې عالي شورا یو ملي بنسټ دی او جدي ملاتړ ته اړتیا لري.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، اوس په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ملي او بین المللي اجماع رامنځته شوې چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې ساری نه درلود. هغه وویل، د افغانستان دولت له نظره بین المللي ستراتیژي داده چې د سولې د تامین لپاره به شرایط برابر شي.
جمهوررئیس د دې مطلب په بیانولو سره چې د سولې او جنګ قېمت باید محاسبه شي وویل، زموږ اساسي موخه د سولې او ثبات ټینګښت، ملي اقتدار او په هېواد کې د اساسي قانون حاکمیت دی او خپلې اړیکې به د سیمې له نورو هېوادونو سره داسې تنظیم کړو چې د راتلونکي لپاره به ثبات په میراث پریږدو.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، افغانستان د جرګو وطن دی او باید دا فرهنګ ژوندی شي، ټول اقشار په ځانګړي ډول د سولې عالي شورا په دې برخه کې کلیدي رول لوبولای شي. هغه زیاته کړه، زون په زون، ولسوالۍ په ولسوالۍ باید د سولې د ټینګښت لپاره هڅه وکړو.
جمهوررئیس د هېواد د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستایلې او وې ویل، که د دې ځواکونو قربانۍ نه وای نن به په دې موقعیت کې نه وو او  زموږ امنیتي او دفاعي  ځواکونه به لا پیاوړي شي.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته