کابل / دکب ٢٥مه / باختر :
يو سړى چې ويل کېږي د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د طالبانو د ماينونو د ځاى پرځاى کولو ماهر و، ونيول شو.
دغه سړى نن کله يې چې غوښتل په يوه پوځي موټر کې چسپکي ماين ځاى پرځاى کړي دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې نيول شوي سړي په لومړنيو تحقيقاتو کې په هلمند کې د پوځيانو او د سيمه ييزو مسوولينو په موټرونوکې د چسپکي ماينونو د ځاى پر ځاى په لسګونومواردو اعتراف کړى دى.
ختم_ ج_اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ