کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر
شپږ طالبان تېره شپه په کندز کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
د ٢١٧ پامير قول اردو دقوماندانۍ دمطبوعاتو ددفتر مسوول هادي جمال باختر اژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان په هغه هوايي بريد کې ووژل شول چې د کندز ددشت ارچي ولسوالۍ په شوراب بندر کې ترسره شو.
هغه زياته کړه چې په دې بريد کې دطالبانوقرارګاه له جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوې ده .
ختم_ ف _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ