دملي اردو منسوبينو پرون دهلمند ولايت په مربوطاتو کې دتصفيوي عملياتو په بهيرکې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه عمليات ددغه ولايت په مربوطاتوکې ترسره شول او له امله يي دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دغه راز د ملي اردومنسوبينو دکندهار او ننګرهار په ولايتونوکې لس تنه مشکوک کسان نيولي دي
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغو عملياتوکې درې کلاشينکوفونه ،نهه لاسي بمونه او دوه برچي هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .