امنیت

څلور طالبان په لغمان کې ووژل شول

کابل/ د مرغومي ٢٢مه/باختر
څلور وسله وال طالبان په لغمان کې په یوه نښته کې ووژل شول.
پر دغه طالبانو تېر ماښام د الینګار ولسوالۍ د بازار په شاوخوا کې هغه وخت برید وشو چې په موټر سایکل سپاره او په ډار اچوونکو فعالیتونو بوخت وو .
د هېواد په ختیځ کې یوه جګپوړي پوځي قوماندان باختر آژانس ته وویل چې په نښته کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وویل: دغه وسله وال طالبان پر موټر سایکل سپاره وو چې ډزې پرې وشوې.
د يو بل خبر له مخې:
پولیسو د لغمان په ګڼ مېشتو لاروکې د شپږو ماینونو په کشف سره د یو لړ چاودنو مخه ونیوله.
تر اوسه د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای/شکریه
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته