کابل باخترد وري دمياشتې ٢١ :
د ايسيکو مديرنن کابل ته را ورسيد .
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
د اسلامي هيوادونو دکنفرانس ( ايسيکو) د سازمان رييس ډاکتر عباس صدري د اسلامي ثقافت دپايتخت په توګه دغزني ښار د اعلام په مراسموکې د ګډون په مقصد نن کابل ته راو رسيد.
پاي ع ذ
اووه پنځوسو تنو ورزشکارانو د بدن دغړو د پالنې ملي سياليو ته لاره وموندله
٢٢_ کابل باخترد وري دمياشتې ٢١ :
دبدن دغړو دپالنې سيالۍ د څلورسوه اوولسو تنو ورزشکارانو په ګډون په کابل کې ترسره شوې .
د المپيک دملي کميټې د بدن غړو دښکلا دپالنې فدراسيون رييس باخترآژانس ته وويل: په دغو سياليوکې چې دوه ورځې يې دوام وکړ، دکابل دختيځ زون له ٣٧ ورزشي کلپونو څخه څلورسوه اوولسوتنو ورزشکارانو د بدن دغړو دپالنې ملي سياليو ته چې ټاکل شوې ده د روان کال دغبرګولۍ د مياشتې په ١٥ نيټه ترسره شي؛ لاره وموندله
دکابل دشمال د زون سيالۍ د وري دمياشتې په ٢٥ نيټه په کابل کې پيليږي .
2 1 دقیقه لوستل