کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
د لوړو زده کړو وزيرې ډاکترې فريدې مومند د پاکستان اسلامي جمهوريت ته د يو رسمي سفر په بهيرکې د شپږ سوو تنو افغان محصلانو د فراغت په مراسمو کې د ګډون په ترڅ کې د دواړوهېوادونو ترمنځ يې د اکاډميکي همکاريو يو تفاهم ليک هم د دغه هېواد له مقاماتوسره لاسليک کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د دغو محصلانو د فراغت په غونډه کې د لوړوزده کړو د وزيرې په ګډون د لوړو زده کړو وزارت علمي معين پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، په پاکستان کې د افغانستان سفير محمد عمر زاخيلوال، د پاکستان جمهور رييس ممنون حسين، د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز، د پاکستان د لوړو زده کړو د کميسيون رييس ډاکتر مختار احمد او يوشمېر افغاني او پاکستاني محصلانو هم ګډون کړى و .
د لوړو زده کړو وزيرې په دغو مراسموکې په خپله وينا کې د پاکستان له پوهنتونونوڅخه د شپږ سوو تنو محصلانو د فراغت له امله د دواړو هېوادونو مقاماتو ته مبارکي وويله اوڅرګنده يې کړه چې دغه ځوانان په هغه درې زره تحصيلي بورسونوکې شامل دي چې د پاکستان جمهور رييس په ٢٠٠٩ کال کې له افغانستان سره مرسته کړې وه .
دې وويل: د پاکستان د اسلامي جمهوريت دغه دوستانه اقدام د دې سبب شو چې څه د پاسه دوه زره نهه سوه تنو افغان ځوانانوته د پاکستان په پوهنتونونوکې په بېلابېلو څانګوکې د ليسانس، ماستري او ډاکترى د زده کړې زمينې برابرې کړي .
د لوړو زده کړو وزيرې له فارغانو څخه وغوښتل، هغه څه يې چې زده کړې دي؛ د خپل هېواد او خلکو خدمت ته وړاندې کړي .
د لوړو زده کړو وزيرې له هغو افغان محصلانو څخه چې په پاکستان کې په زده کړه پوخت دي؛ هم وغوښتل چې د علم او پوهې د ترلاسه کولولپاره زياتې هلې ځلې وکړي .
د لوړوزده کړو وزيرې د پاکستان له مقاماتوڅخه د مننې په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې د دواړو دوستو هېوادونو د محصلانو، استادانو او پوهنتونونو ترمنځ اکاډميکي اړيکې پراخې شي او د تجربو د راکړې ورکړې او زيات علمي تحقيقاتو زمينه برابره شي .
د دغه سفر په بهيرکې په يوبل اقدام کې دلوړو زده کړو وزيرې دپاکستان د لوړو زده کړو د کميسيون له رييس ډاکتر مختار احمد سره يو تفاهم ليک لاسليک کړ چې د دغه تفاهم ليک له مخې پاکستان ژمنه کړې ده چې د لابرانتانو د روزنې، د تجربو د تبادلې او د علمي تحقيقاتو او دغه راز د علمي کدرونو د روزنې په برخوکې د افغانستان له پوهنتونونو سره همکاري وکړي .
دغه راز د لوړو زده کړو وزيرې له پاکستاني مقاماتو څخه وغوښتل چې دغه هېواد ته د تحصيلي بورسونو د کانديدانو د معرفي کولو او د سندونو د بشپړولو بهير بايد يوازې د لوړو زده کړو وزارت له لارې ترسره شي چې نه يوازې دغه بهير له قانوني مجرا څخه عملي شي، بلکې د نوماندانو په معرفي کولوکې د هر راز لاسوهنې مخه ونيول شي او با استعداده او مستحقو ځوانانو ته زمينه برابره شي .
په مقابل کې د پاکستان مقاماتو ژمنه وکړه چې موضوع په کابل کې له خپل سفارت سره شريک کوي او د هغه په حل کولو اقدام کوي .
د لوړو زده کړو وزيرې دغه راز د اسلام آباد د اسلامي نړيوال پوهنتون بېلابېلې برخې چې يوشمېر افغانان هم پکې په زده کړه بوخت دي؛ وکتلې .
0 2 دقیقې لوستل